امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيموکې د٢٩ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دمرغومي  ديارلسمه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواد په بيلابيلوسيمو کې  ګډ عمليات ترسره کړي دي چې له امله يې  ددرې ويشتو تنو ډار اچوونکو او دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو سيمه ئيزو  قوماندانانو په ګډون ٢٩ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ  دننګرهار ،  لغمان ، غزني ، لوګر ، قندهار ، فارياب ،  بلخ او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې  ترسره شول له امله يې دننګرهار ولايت په اچين  ولسوالۍ کې درې ويشت تنه داعشيان ووژل شول او په چاوديدونکو توکو بار يو موټر اويوه اندازه وسله او مهمات له منځه تللي دي .
دننګرهار ولايت دبټي کوټ په ولسوالۍ کې د انقلابي په نامه دوسله والو طالبانو دډلې   ديو قوماندان په ګډون درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دخانمحمد په نامه  دطالبانو ديوه سرګروپ  په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي او دلغمان ولايت په مرکز پورې اړوند بصرام ساحه کې دمسلم او تورجان په نومونو  دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو قوماندانانو په ګډون درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي او دوه تنه مشکوک کسان نيول شوي دي .
  دغه راز په دغو عملياتو کې دغزني ولايت داندړو  په  ولسوالۍ کې يو ډار اچوونکي ټپى او يومشکوک  سړى نيول شوى دى .
دقندهار ولايت  دشاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې په چاوديدونکو توکو بار يو موټر له منځه تللى او دبلخ ولايت په چمتال  ولسوالۍ کې  ٥ تنه مشکوک کسان نيول شوي دي .  دغه راز  په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په ولايتونوکې  اته پلان شوي چاڼيز عمليات  او اووه خاص عمليات ترسره شوي دي .
دغه راز هوايي ځواکونو دملي اردودمنسوبانو په ملاتړ ١٠٣ هوايي الوتنې ترسره کړي دي او ددښمن په ځالو يې ځپنده  ګوزارونه کړي دي .
   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته