سیاست

دبهرنيو چارو وزير او دالمان استازې دسيمې دحالاتو په باب خبرې وکړې .

کابل باختر د ثور   ١٢:
دبهرنيو چارو وزير  دافغانستان او پاکستان ترمنځ دجرمني  له ځانګړې استازې سره په کتنه کې  دهېواد او سيمې  دسياسي او امنيتي حالاتو په باب  خبرې اترې وکړې .
  دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني  نن  دافغانستان او پاکستان لپاره دجرمني له ځانګړې استازې ميرمن  سابين سپارواسر سره چې دکابل په سفر بوخته ده او دهېواد دامنيتي اوسياسي حالاتو دبهرنى سياست، دلومړيتوبونواو دسيمې له هېوادونوسره دافغانستان داړيکواودغه رازدانتخاباتو په لاره کې  دپرمختګونو په باب معلومات وړاندې کړل . 
دکتنې په دوام دواړو لورو  ددوه اړخيزو مناسباتو اوهمکاريو دتماس دنړيوالې ډلې  دراتلونکي غونډې دجوړولو او دغه راز دافغانستان دسولې دبهير او له دغه بهير څخه  دسيمې او نړۍ  دهېوادونو دملاتړ په باب  خبرې اترې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته