خبرونهټولنه

په زابل کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخيستني ته وسپارل شوه

کابل، د لړم ۱۴مه، باختر

د زابل د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز کلات ښار کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي حکمت الله رهبر باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دا پروژه د یونيسف نړیوالې ادارې له لوري د ۹ میاشتو په موده کې جوړه شوه، چې د ۲۰ متره مکعبه اوبو زېرمې په لرلو سره به ۲۸۰ کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم زابل کې د یونيسف له لوري د اوبو یوه شبکه جوړه او کټې اخېستنې ته سپارل شوې وه.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا