کابل باختر دثور ٣٠مه :
په کندز ولايت کې نن په اويا تنو اړو کورنيو نغدې پيسې او دپخلنځي وسايل وويشل شول .
دکندز دوالي وياند دباختراژانس خبريال ته وويل چې دامام صاحب له ولسوالۍ څخه دديرشو کورنيو او دکندز له مرکز څخه دڅلويښتو کورنيو سره مرستې برابرې شوې وې چې له سروې وروسته په هرې کورنى اوولس زره افغانۍ نغدې پيسې او دپخلنځي درې ويشت قلمه وسايل وويشل شول.
ختم_ عطاالله – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ