امنیت

په ننګرهارکې په سيمه ييزو مقاماتو د بريد لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
دننګرهار ولايت په سيمه ييزو مقاماتو د بريد او د دغه ولايت په مرکزکې د يو لړ خونړيو چاودنو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه.
دننګرهار د پوليسو چارواکي وايي: نن سهار لس بمونه چې د جلال آباد ښار په ګڼ ميشتو لاروکې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوي و؛ د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي .
يو بم د جلال آباد د شاهي ماڼۍ په وړاندې چې د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې په خاطر غونډه پکې جوړه شوې وه ، ځاى پرځاى شوى و.
په دغو مراسموکې د ننګرهار والي او د دغه ولايت د امنيه قوماندان په ګډون د ننګرهار ولايت ملکي او پوځي مقاماتو ګډون کړى و.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى خضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي منسوبينو د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار له ګڼ ميشتو لارو څخه لس بمونه کشف او شنډ کړل.
ده تاييدکړه چې يو بم شاهي ماڼۍ ته څېرمه چېرته چې سيمه ييز مقامات د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې د نمانځلو لپاره راټول شوي وو، ځاى پرځاى شوى و.
زياتره دغه بمونه د جلال آباد ښار په بازارونو او ګڼ ميشتو لاروکې چې هره ورځ د زرګونو ملکي وګړو د تګ راتګ لارې دي؛ ځاى پرځاى شوي و .
مشرقيوال زياته کړه: طالبانوغوښتل د يو لړ خونړيو بريدونو په ترسره کولو سره د خلکو په زړونکوکې ډار رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته