خبرونهاقتصاد

په زابل کې د بسکې پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل مرکز کلات د بسکې پل چې موده مخکې یې رغنیزې چارې پیل شوې وې، چارې یې دترکیې د ۷۷ شرکت په مرسته بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د زابل مرستیال والي سلېمان اغا بهیر وايي چې د زابل ولایتي اداره په ټول زابل کې د لویو لارو جوړولو ته پام کوي.
د ټولګټو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مولوي حمیدالله مصباح وايي چې دغه وزارت ته د کابل-کندهار د لويې لارې جوړول لومړیتوب دی. د ده په وینا چې له کابل څخه تر کندهار پورې به لسګونه پلونه او سلګونه پلچکونه جوړبږي او د لارو له جوړیدو وروسته به چاته اجازه ور نه کړي چې په لوړ تناژ موټرونه بار کړي او سړک خراب کړي.
د ترکیې هېواد د ۷۷ شرکت د افغانستان مسؤل بوراق وویل چې دغه پل يې په پوره معیار او ښه ډول جوړ کړی.
هغه ژمنه وکړه چې شرکت به يې په افغانستان کې لاهم خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټولګټو وزارت له کندهار څخه تر زابل او له غزني څخه تر کابل پورې د لويې لارې د جوړولو کار هم پیل کړی.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا