امنیت

يو قاضي په هرات کې ترور شو

کابل باختر د کب شپږ ويشتمه :
يو قاضي له ساتوونکى سره يې نن په هرات ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو د بريد له امله ووژل شو .
دغه پيښه دانجيل ولسوالۍ د خشک رود په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې موټرسايکل  سپرو د کرخ ولسوالۍ دابتدائيه محکمې په قاضي عبدالطيف ډزې وکړې .
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالرووف احمدي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې بريدکې قاضي عبدالطيف  او ساتوونکى يې ووژل شول.
عيني شاهدان وايي چې قاضي عبدالطيف د انجيل په ولسوالۍ کې له خپل کور څخه د هرات ښار په لور روان وو چې د وسله والوموټرسايکل سپرو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
تراوسه پورې ديرغلګرو هويت نه دى پيژندل شوى خو د سيمې اوسيدونکي وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي .
په همدې حال کې د هرات ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د دغې پيښې  د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته