امنیت

په هـــــرات کې د نشه يي توکو د اويا تنو روږدو کسانو درملنه وشوه

هرات  باخترد سلواغې ٢ نيټه  :
په نشه يي توکو د کابو  اويا تنه خياباني  روږدي کسان  چې د موظف کميسيون تر پاملرنې لاندې يې درملنه شوې ده  خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
دغه کسان  پخوا د موظف کميسيون تر پاملرنې لاندې  د هرات ښار  له بېلابېلو ساحو څخه راټول او د ټولنيزو بنسټونو له نشه يي توکو څخه دتېريدو ساحو ته  لېږدول شوي و.
مسوولان وايي چې دغه کسان دتېرې يوې مياشتې په بهيرکې  تر څارنې  او درملنې لاندې وو.
د هرات ولايت  له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست د غوښتنو دکمښت
د څانګې مسوول  ډاکټر سادات د دغه بهير د دوام ډاډ ورکړ.
د دغه پروګرام له پيل څخه تراوسه پورې د موظف کميسيون تر نظر لاندې  په هرات  ولايت کې په نشه يي توکــــو  د کابو  پنځه سوه  تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده.      پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته