
کابل، د لېندۍ ۱۲ مه، باختر
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوموټر د چپه کېدو له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټرعبدالحکیم حکیمي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې روغتیایي ټیم د پېښې سیمې ته په وخت رسېدلی او د یادې پېښې ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
جهانیار