امنیت

يوه ښځه په کابل ښارکې ديوې محکمې په دفتر کې ووژل شوه .

کابل / دلړم ١٣مه / باختر :
يوه ښځه نن دخپل ميړه له لوري دکابل ښار په يوه محکمه کې ووژل شوه .
دکابل دپوليسو وياند فردوس فرامرز  دکابل ښار دڅلورمې ناحيې په ښاري محکمه کې ددغې پېښې رامنځته کېدل تاييد کړل .
عيني شاهدان او دسيمې پوليس وايي  دغه ښځه محکمې ته ورغلې وه چې له خپل ميړه  څخه طلاق واخلي .
ددغې ښځې دطلاق دغوښتنې دوسيه دکابل ښار دڅلورمې حوزې د شخصي احوالو  په محکمه کې په دوران کې وه چې ميړه يې هغه دچړې په ګوزارونو سره ووژله .
بريد کوونکې غوښتل چې له صحنې څخه وتښتي خو پوليسو هغه دخلکو په همکارى ونيوه .
  ختم_عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته