امنیت

امنيتي ځواکونه دموسى کلا ولسوالۍ له تصفيه کولو وروسته په دغې ولسوالۍ کې دخپلو سنګرونو په ټينګښت بوخت دي .

کابل باختر د وږي  نهمه :
دتروريستانو له شتون څخه دهلمند ولايت دموسى کلا ولسوالۍ له پاکولو وروسته امنيتي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې دپلتڼې  عمليات پيل کړي دي .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال جنرال دولت وزيري وايي افغان امنيتي ځواکونو دهلمند ولايت دموسى کلا ولسوالۍ اداره بيا ترلاسه کړه او دغو ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې دزياتو استحکاماتو لپاره دپلټنې عمليات پيل کړي دي .
وزيري وايي چې دموسى کلا ولسوالۍ دبيرته نيولو په عملياتو کې دوه سوه ديرش تنه تروريستان وژل شوي دي چې بهرني تروريستان هم پکې ترسترګو کيږي .
  دوژل شويوکسانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
دولت وزيري څرګنده کړه چې دموسى کلا په ولسوالۍ  دطالبانو دواکمنۍ په وخت کې دامنيتي ځواکونو يوه اندازه وسله او مهمات دطالبانو لاس ته ورغلي و چې امنيتي ځواکونو هغه بيرته ترلاس کړي دي .
دغه راز دطالبانو اودهغوي دبهرنيو  همکارانو يوه زياته اندازه حربي امکانات  په عملياتو کې  دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
وزيري زياته کړه چې په موسى کلا کې دپلټوونکو عملياتو دپيلولو هدف دتروريستانو دپټنځيو تثبتيول ،  له هغوى څخه دپاتې وسلو راټولول او دامنيتي ګواښونو له منځه وړل دي .
دملي دفاع  وزارت دويانددمرستيال دڅرګندونو له مخې  نړيوال سره صليب  غوښتنه وکړه ددې فرصت  برابر شي چې دغه کميټه وکولاى شي دوژل شويو طالبانو مړي راټول شي چې دغه فرصت برابر شوى دى .
  طالبانو دتيرې اوونۍ دچارشنبې په ورځ په موسى کلا ولسوالۍ واکمني ترلاسه کړه خو دغه واکمني لنډ مهاله وه وسله والو طالبانو دتيرې شنبې  په شپه بيا له دغې ولسوالۍ څخه وشړل شول او دروندزيان ورته واوښت .
دموسى  کلا ولسوالۍ دبيرته نيولو په عمليات کې دوه سوه ديرش تنه وسله وال طالبان او نور تروريستان وژل شوي دي او د ملي اردو شپږ تنه  عسکر شهيدان شوي دي .
هغو سرتيرو  چې دطالبانو لاس ته دموسى کلا ولسوالۍ  د ورتګ شاهدان و دمهماتو کمښت  او دمرستو نه رسيدل  دامنيتي ځواکونو د په شاتګ  او دموسى کلا  ولسوالۍ دسقوط  عامل وباله .هغه ستونزه چې پخوا هم موجوده وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته