کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
په کابل کې دايساف قوماندانۍ ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره تاييد کړې ده چې يو عسکريې پرون دافغانستان په ختيځ کې د وسله والو کسانو د بريد له امله وژل شوى دى.
په خبرپاڼه کې ددغه عسکر دهويت په باب څه نه دي ويل شوي خو دهيواد په ختيځ کې زياتره امريکايي عسکر ديره دي .
دخپرو شويو خبرونو له مخې : د ٢٠١٤ م کال له پيل څخه تراوسه پورې يوسلو دوه ويشت تنه بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي چې شپږ نوي تنه يې امريکائيان دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ