خبرونهټولنه

په زابل کې د دوو کلیو ترمنځ ۳۱ کلنه شخړه حل شوه

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د زابل ځاي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په  میزانې ولسوالۍ کې د کوشک او سیلم کلیو تر منځ د ځمکې پر سره راولاړه شوې ۳۱ کلنه شخړه حل شوه.

د زابل د میزانې ولسوال مولوي عبدالولي واقد باختر اژانس ته وویل، چې د دغو دوو کلیو ترمنځ د شخړې  ۳۱ کاله تېر شوي وو، چې نن ورځ د علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.

واقد زیاته کړه دواړو لوریو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به یو او بل ته هېڅ ډول ستونزه نه جوړوي.

ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا