امنیت

ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د سولې لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي

مهتر لام باختر د لړم د میاشتې ۱ نېټه
په لغمان ولایت کې د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسیز کمپاین وايي چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د سولې لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه ورزشکاران او ځوانان چې د المپیک امریت اړوند د بېلا بېلو سپورتي لوبو لپاره په جوړ شوي جمنازیوم کې راټول شوي وو، په ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د سولې او امن د ټینګښت لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي او نور دې د افغانانو وینو تویولو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسیز کمپاین په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو ورزشکارانو په مخالفو وسله والو هم غږ وکړ، چې د بې ګناه انسانانو له وژولو او د وطن له بربادۍ دې لاس واخلي، سوله دې وکړي او د یو اباد، پرمختللي او په ځان بسیا افغانستان لپاره دې د اوسني نظام سره یو ځای ګډ کار وکړي.
دغو ورزشکارانو له ځانه سره ( موږ سوله غواړو، موږ هم د نړۍ د نورو انسانانو په شان په امن کې ژوند غواړو، موږ مه وژنۍ ) او دې ورته نور شعارونه هم له ځانه سره لېږدول.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال ورزشکارانو ته وویل د کوم پیغام د ورکولو لپاره چې نن تاسې راټول شوي یاست، په حقیقت کې نن یو ځلې بیا تاسې دا ثابته کړه چې تاسې سوله خوښ او امن غوښتونکي انسانان یاست او دغه نوښت مو د ستایلووړ دی.
نعیمي زیاته کړه د هېواد روانو حالاتو ته په کتو دا د هر افغان حق دی چې د سولې او امن لپاره داسې غږ پورته کړي او له دغو بدبختیو خپل ګران هېواد افغانستان وژغوري.
هغه وویل سوله زموږ ارمان او ژوند زموږ حق دی اوهغه  بې رحمه خلک چې هره ورځ د سلګونو بې ګناه انسانانو د ارمانونو کډې باروي او د ژوند حق ور څخه اخلي له هغوی څخه مو هیله ده، څو له دغو ناروا کړنو لاس په سر شي.
په غونډه کې د افغانستان د بدني روزنې د عمومي ریاست مرستیال ډاکتر میرویس بهاوي او د لغمان د بدني روزنې امر استاد بادام ګل ملتزم بيا  وویل چې د دوی نننۍ راټولېدنه په همدې موخه ده څو له یوې خوا ملګري ملتونه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو ، د امن د ټینګښت او د پایدارې سولې په برخه کې رښتینې او واقعي هڅې او تلاشونه وکړي او له بلې خوا وسله وال مخالفان هم نور د بې ګناه انسانانو د وینو له تویولو څخه لاس واخلي.
د یادونې وړ ده چې په دغې جوړه شوې غونډه کې د یو شمېر ورزشکارانو د تقدیر تر څنګ بېلا بېلې سپورتي نندارې هم تر سره شوې.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته