
کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د اساسي او ثانوي زده کړو مدیریت له لوري له ۴۵۷ مجاهدینو څخه د سویې تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د پوهنې وزارت له لوري له مجاهدینو د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د اساسي او ثانوي زده کړو مدیریت له لوري له ۴۵۷ مجاهدینو څخه د سویې تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې بریالي شوي مجاهدين به له آزموینې وروسته اړونده ټولګيو ته ور وپېژندل شي.
ص