خبرونهروغتیا

په ټول هېواد کې د پولیو واکسین دوهم پړاو کمپاین پیل شو

 کابل / د کب ۲ مه / باختر

د افغانستان  اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ نن په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

دا په روان کال کې د پولیو واکسین دوهم سراسري کمپاین دی، چې موخه یې ۹،۱ میلیون هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو پر وړاندې واکسین شي.

په دې کمپاین کې بامیان، دایکنډي، غور، غزني او د بدخشان ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ د سړې هوا له امله نه دي شاملې. همداراز دغه کمپاین به په دوو پړاونو کې پلي کېږي، چې دویم پړاو یې په سویلي او ختیځو حوزو کې د کب یا حوت  میاشتې په ۹مه نیټه پیل شي.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په هېواد کې اوسنی وضعیت د پولیو د واکسین د کمپاینونو او نورو روغتیايي خدمتونو د ښه تطبیق او وړاندې کولو لپاره مساعد وباله او له ټولو روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو څخه چې د پولیو واکسیناسیون په برخه کې کار کوي غوښتنه وکړه چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې وکړي او له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین په ښه توګه تطبیق کړي.

افغانستان د پخوا په پرتله د پولیو له منځه وړلو ته ډير نږدې شوی او ټول هیوادوال باید په ګډه کار وکړي چې د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب سره پلي شي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او يوازې د واکسين په مټ يې مخه نيول کېداى شي. هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته کېږي د تل لپاره فلج یا مړه کېږي.

په روان زیږدیز کال کې تر اوسه په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې او د دغه ویروس جنیټیکي ریښه د پاکستان کویټې له مثبتو پېښو سره تړاو لري.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته