امنیت

څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
دساعقه حصارک  دګډو محاربوي عملياتوپه دوام پرون  څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دغه راز  ددغو عملياتوپه بهير کې يوشمير مشکوک کسان  نيول شوي او يوه اندازه وسله  او وسايط هم  ترلاسه شوي دي .
  دامنيتي ځواکونو  دغه ګډه عمليات  دملي پوليسو  دعامه نظم ، له سيمه ئيزو پوليسو او د ٢٠١ سيلاب قول اردو  ددرېمې  پلې لوا  دمنسوبينو په ګډو هلوځلو سره  د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا  دقوماندانۍ په مشرۍ  په لوړ مورال سره په بشپړه توګه دوسله والو مخالفينو دځپلو په موخه  دحصارک ولسوالۍ  په بيلابيلو سيمو کې دوام لري .
ددغو عملياتوپه بهير کې  د وادي احصار ، ميا صاحب  ، توره خيلو ، حليم خيلو  ،حسن خيلو ، ظريف خيلو ، وچ تنګي او دقلعه ګي  کلي  تصفيه او لټول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته