فرهنګ

په خوست کې د ( فرهنګي ميراثونو ارزښت او د افغانستان لرغونی تاريخ) ترنامه لاندې سیمینار پیل شو

متون باختر د لړم د میاشتې ۴ مه
په خوست ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معينيت په نوښت (د فرهنګي میراثونو ارزښت او د افغانستان لرغونی تاريخ)تر نامه لاندې دوه اوونيز سيمينار پیل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه سيمنار کې چې په همدې موخه جوړ شوی وو، د خوست ولایت د والي مرستیال  شیرباد شاه ارګوني  په پیليزه وينا کې وویل دا چې  تاریخ هر څه په ښکاره ډول په میراث پریېښي دی ، نو موږ ته هم په کار ده چې مخ کتنه او مطالعه یې وکړو،څو د خپلو مشرانو د مثبتو کارنامو څخه په خپل ژوند کې کار واخلو .
هغه دا هم وویل چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې او  ارزښت په موخه باید په ولسوالیو کې هم عامه پوهاوی وشي ، څو د لرغوني تاریخ  اثار مو په سم ډول سره وساتل شي.
په ورته وخت کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس محمد امین شاه الفت بیا وویل چې د هېواد په لرغوني تاریخ کې ډیرې پخوانۍ  افسانوي کیسې اومالومات شتون لري ، او دغه مالومات باید په ښوونځیو کې له زده کونکو سره هم شریک شي، څو دوی هم د خپل تیر تاریخ اود تاریخي میراثونو د ساتنې په ارزښت پوه  شي.
د شيخ زاید پوهنتون  ښوونکي زرولي بیا افغانستان د لرغونو اثارو له پلو بډايه هېواد ياد کړ او زياته يې کړه چې د لرغونو اثارو په برخو کې لا هم پلټنو ته اړتیا شته ،څو نور هم  په خپل تاریخ کې مالومات تر لاسه کړو  او  خپل ۵۰۰۰ کلن تاریخ  په درست ډول وپیژنو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د یاد سیمینار مسول کشمي عدالت پوربیا هيله وکړه چې د دغه سيمینار ټول معلومات دې له زده کوونکو سره هم شریک شي څود لرغوني تاریخ  او ارزښت ساتنې په اړوند لاهم عامه پوهاوی شوی وی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته