
کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
په زابل کې د وسله والو طالبانو بريدونه له ماتې سره مخ شول.
جګړې چې له بريدونو وروسته پيل شوې؛ په پايله کې يې ١٢وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور يې ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ سلګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د اطغر، شاه جوى او ارغندب ولسواليو په ځينو سيمو بريدونه وکړل چې هوايي او ځمکنيو ځواکونو پرې ګوزارونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په پېښه کې په طالبانو ډلې پورې اړوند ١٢ يرغلګر ووژل شول او ٧نوريې ټپيان شول.
په جګړو کې د وسله والو طالبانو لسګونه جنګي وسايل د پوحيانو لاسته ورغلل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى ذ