امنیت

په مصر کې دچاودنې له امله يو تن ووژل شو او يوولس تنه نور ټپيان شول.

کابل- باختر د کب دمياشتې ٣
د العريش ښار په سا حل کې دمصر دپوليسو د موټر په تګلوري کې دچاودنې له امله يو تن ووژل شو او يوولس تنه نور ټپيان شول.
داليوم السابع ورځپاڼې دانترنتي سايت دخبرله مخې :: دغه چاودنه تيره شپه دسينا ټاپو د شمال العريش ښار په ساحل کې رامنځته شوه چې له امله يې يو نولس کلن ځوان ووژل شو.
او په ټپيانو کې څلور تنه پوليسان هم شامل دي تراوسه پورې ددغې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى .
دمصر اردو په ٢٠١٣ م کال کې له قدرت څخه ددغه هيواد دلومړني منتخب جمهور رييس محمد مرسى دګوښه کولو له وخت څخه په نااراميو او په تيره بيا  په سينا ټاپو کې په نا امنې اخته دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته