امنیت

طالبانو دلوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې دنجونو ښوونځي وتړل .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
  دبرکي برک ولسوالۍ ځينې  اوسيدونکي وايي چې له دوو ورځو راپديخوا دنجونو ښوونځي دوسله والو طالبانو له خوا تړل شوي دي .
دبرکي برک ولسوالۍ  يواوسيدونکي محمد الله دباختراژانس  خبريال ته وويل  له دوو ورځو راپديخوا دنجونو دښوونځيو استادانو او زده کوونکو ته اخطار  ورکړ شوى دى چې له څلوروم  ټولګي څخه پورته  نجونو ته دزده کړې  ددوام  اجازه نه ورکول کيږي .
  دبرکي برک  ولسوال محمد امين رحيم وايي چې طالبانو په يوه کميسيون کې  پريکړه کړې ده چې نجونې کولاى شي  تر څلورم ټولګي پورې زده کړه وکړي خو تراوسه پورې کوم ښوونځي  نه دى تړلې او زياتره ښوونځي ددولت تر نفوذ لاندې دي .
دموضوع په باب دلوګر ولايت دپوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي وايي چې دغه رپوټونه ديوې اوازې په حدودو کې دي .
  تراوسه پورې کوم ښوونځي نه دى تړل شوې او تراوسه پورې  په دې اړوند دغې ادارې ته کوم رپوټ نه دى رسيدلى خو دسيمې اوسيدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې څه ناڅه څلويښت  ښوونځي شته چې اوولس يې په نجونو پورې اړه لري او  په هغو کې څه دپاسه اته سوه نجونې زده کړه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته