فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددغه وزارت منسوبينو ته د اختر مبارکي وويله

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٣  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن د دغه وزارت له کارکوونکو سره په يوه غونډه کې دوى ته د اختر مبارکي وويله .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: 
په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينانو، سلاکارانو، د بېلابېلوڅانګو رييسانو او کارکوونکو ګډون کړى و، د دغه وزارت سرپرست د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت په مرکز او ولايتونوکې د دغه وزارت ټولو منسوبينو او کارکوونکو ته مبارکي وويله .
په دې غونډه کې پوهاند باوري څرګنده کړه: د لوى اختر د فلسفې په باب خبرې کول زياتې څرګندونې غواړي، خو د يادونې وړ ده چې لوى اختر د مسلمانانو له ديني او عقيدتي ورځې څخه دى او د افغانستان خلک هم لوى اختر د قربانۍ په کولو او خپلو خپلوانو او دوستانو سره په کتنې سره نمانځي.
پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته