نړۍ

په پيښورښار کې دبم چاودنه .

– پيښور باختر دغبرګولي اتمه :
په پيښور ښار کې تير ماښام دبم دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او اتلس تنه  نور ټپيان شول .
باختراژانس ددي نيوز انترنشنل  ورځپاڼې د خبري سايت له خولې خبر راکړ، بم دپيښور ښار په ګلبهار  کې وچاوديد.
دچاوديدونکو توکو دشنډولو دپرسونل دڅرګندونو له مخې . دغه بم دريموټ په واسطه کنتروليده او په جوړولوکې يې له نږدې دريو څخه تر څلورو کيلوګرامو پورې چاوديدونکي توکي کارول شوي وو .
دپوليسو  يوه افسر خالد همداني ددغې پيښې دقربانيانو او ټپيانو ددغه شمير په تاييدولوسره وويل، تراوسه پورې روښانه نه ده چې دچاودنې هدف کوم کسان  و، خو دغه پيښه دامام بارګاه زيارت ته څيرمه رامنځته شوې  ده .
  تراوسه پورې ددغه بريدمسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خودخيبر پښتونخوا ايالت له څو کلونوراپديخوا دالقاعده په شبکې اودطالبانو په ډلې پورې داړوندوکسانو دجګړو ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته