فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : ژورنالستانو دمالي ملاتړ له صندوق سره همکاري کوي .

-کابل باختر د مرغومي  نهمه :
دافغانستان دژورنالستانو دمالي ملاتړ دصندوق هئيت پرون له دغه صندوق سره داطلاعاتواو فرهنګ  وزارت دلازيات ملاتړ دجلبولو په موخه ددغه وزارت دځوانانو دچارو له معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات سره غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې : په دې غونډه کې دژورنالستانو دمالي ملاتړ دصندوق مرستيال ممتاز حيدري دصندوق  له جوړيدو څخه تراوسه پورې ددغه صندوق دفعاليت په باب ډاکتر کمال سادات ته معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې صندوق په بيړنيو حالاتو کې له هغو ژورنالستانو سره چې دکار په بهير کې  زيانمن شوي دي او دصندوق غړيتوب لري  مرسته کړې ده او په راتلوونکي کې هم خپلې مرستې ته وام ورکوي .
ډاکتر سادات درپوټ له اوريدو وروسته له صندوق سره  خپل ملاتړ څرګند کړاو دصندوق دمالي بنسټ دپياوړتيا په موخه يې دهر رازهمکارۍ ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته