امنیت

طالبان د خلکو ترمنځ ځاى نه لري

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨
د طالبانو د ظلمونو پرخلاف وګړني پاڅونونه د هېواد په ځينو سيموکې دوام لري.
په نويوخبرونو کې دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ خلکو  د طالبانو دظلمونو
پرخلاف پاڅون کړى دى او امنيتي ځواکونو هم  د هغوى ملاتړکړى دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د هرې ورځې په تيريدوسره د پردي پالوله څيرو څخه نقاب لرې کېږي او خلک پوهيږي چې  په افغانستان کې جګړه د نورو د سناريوله مخې پيل شوې ده او ځانګړې کړۍ د دغې جګړې ترشا ولاړې دي او په سيمه کې د خپلو پراختياغوښتوونکو ګټو په خاطر په دغې جګړې تيل شيندي.
ددغه حقيقت د پوهيدو پربنسټ د هيواد په ګوټ ګوټ کې خلک په تشو لاسونو  د دغو پلورل شويو په وړاندې دريږي اوله هغوى سره جګړه کوي .
په دغو تحرکاتو سره بايد دښمن او د هغوى نړيوال ملاتړي پوه شي چې نور ددغې جګړې د لرګيو په توګه دافغانستان له خلکو څخه استفاده نه شي کولاى. ځکه خلک پوهيږي چې ددغو ترخو ماجراګانو ترشادافغانستان ددښمنانو ناپاک لاسونه شته.
که چيرې له وګړينو پاڅونونو څخه تير شو او د روان کال د وري دمياشتې  د١٦نيټې په انتخاباتوکې دګډون په خاطر دخلکو يون ته  نظر واچوو؛ دغه حقيقت په ډاګه کيږي چې خلکوله طالبانو او د دوى له تياروفکرونوڅخه مخ اړولى دى او هيڅکله هم هيله نلري چې هيواد او خلک تيرو تورو ورځو ته راوگرځي.
دغه پراخ ګډون په څرګند ډول وښودله چې په افغانستان کې د طالباني انديشو ټغر ټول شوى دى اوخلک غواړي د خپلو ملي او ديني ارزښتونو په ر ڼاکې په آزاد او دموکراتيک ډول ژوندوکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته