(PS)خبرونه(PS)امنیت

په زابل کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د وري ۱۲مه، باختر

د زابل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د سره غره سرخوګانو سیمه کې د ناوچاوده توکو د چاودنې له امله د دریو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند قاري ذبیح الله جوهر باختر آژانس ته وویل، چې دغه چاودنه د سره غره سرخوګانو په سیمه کې د کوچینانو په یوه تراکتور د پخواني ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې په کې یو کس مړ او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

جوهر زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د شاجوی ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا