سیاست

دبدخشان ولايت د پاميرونو په سيموکې د روغتيايي خدمتونو د زياتوالى لپاره د افغانستان د دولت مرسته

کابل باختر دمرغومي لسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د يو حکم په لاسليک کولو سره د بدخشان ولايت دپاميرونو په سيموکې د روغتيايي خدمتونود زياتوالى لپاره لس مليونه څلورسوه ديرش زره افغانۍ منظورې کړې دي.
دغه حکم دعامې روغتيا وزارت د وړانديز له مخې صادر شوى دى چې د دوه مليونو اته سوه زرو افغانيو په بيه د حکومت له بودجې څخه د آغاخان د موسسې له خوا د خان دود د اساسي روغتيايي مرکز لپاره د يو امبولانس  پيرودل.
د خان دود په اساسي روغتيايي مرکز کې د پنځو بسترو زياتوالى چې کلنى لګښت يې يو مليون افغانۍ کيږي.
دخان دود په اساسي روغتيايي مرکزکې ديوې روغتيا پالې استخدامول  چې کلنى لګښت يې څلور سوه اويا زره افغانۍ کيږي.
په لوى پاميرکې د دوه مليونو دوه سوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت ديو فرعي روغتيايي مرکز لپاره د ودانۍ جوړول.
په کوچنى پاميرکې د دوه مليونو دوه سوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت دفرعي  روغتيايي مرکز لپاره د ودانۍ جوړول اوپه کوچنى پاميرکې يومليونو اته شپيتو زرو افغانيو په لګښت ديو فرعي روغتيايي مرکز جوړول شامل دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته