(PS)خبرونه(PS)ورزش

په زابل کې د والیبال پيل شوې سیالۍ د چينو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د غوایي ۲۷مه، باختر

د زابل د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د واليبال ۱۰ورځنۍ پیل شوې سیالۍ د چینو لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر استاد احمد غلامي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د واليبال فدراسيون له لوري شاجوی ولسوالۍ اړوند چینو کلي کې د واليبال لوبې ۱۰ورځې وړاندې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، چې د چینو والیبال لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسيدې.

غلامي زیاته کړه، چې په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته، ستاینلیکونه او ورزشي توکي هم ورکړل شول.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا