کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٩ :
د کندز پوليسو دوه تنه تېره شپه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدقسيم جنګل باغ باختر آژانس ته وويل: پوليسو دکابل _ کندزپه لويه لاره کې دعلي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دګزمې په بهيرکې په يوه ټيلري موټرکې چې د بدخشان له ولايت څخه کابل ته روان و، ١٨٠ کيلوګرامه هيروئين ډوله نشه يي توکي کشف کړل.
جنګل باغ زياته کړه چې پوليسو د دغې قضيې په اړوند دوه تنه نيولي چې همدا اوس تر پوښتنې لاندې دي.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم په همدې لاره کې يوه زياته اندازه نشه يي توکي د امنيتي ځواکونو له خوا کشف اوضبط شوي و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ