کابل /دکب ۴مه /باختر
په بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یو مسافر وړونکي موټر ۳۶ سپرلۍ ټپیانې شوې.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي د باختراژآنس خبریال ته وویل چې دغه پېښه د خنجان ولسوالۍ د چوکک په سیمه کې له یو ټانکر سره د ۵۸۰ مسافر وړونکي موتر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د ترافیکو مدیر وویل : د مسافر وړونکي موتر چلوونکی تښتېدلی او پېښه تر څېرنې لاندې ده.
د خنجان ولسوالی د روغتیایی مرکز آمر ډاکتر عبید خالقي وايي چې ټپیان دغه روغتیایی مرکزته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
ج-ا