ورزش

دکهسان ټيم دهيري ټيم ته ماتې ورکړه

کابل  باخترسلواغې دمياشتې  ٢٣ :
په هرات ولايت کې  دځوانانو دفوټبال د جام سياليو په يوې لوبې سره دوام وکړ. دهرات ولايت  دورزشي امريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترا ژانس ته وويل  په دې لوبه کې دکهسان ټيم وکولاي شول چې دصفر په مقابل کې په شپږو سره دهيري ټيم ته ماتې ورکړي .
ديوبل خبرله مخې  :   په هرات ولايت کې دځوانانو دفوتبال  دجام دسياليو په دوو  لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختراژانس  ته وويل  په لومړۍ لوبه کې  دميوند ټيم دصفر په مقابل کې  په دوو سره دپيروزي ټيم ته ماتي ورکړه اوپه بله لوبه کې دخراسان ټيم ددوو په مقابل کې په دريو سره دبيګ بيرپرټيم بريالي شو.
دځوانانو سيالۍ دڅلرويشتو ټيمونو ترمنځ اودتنکېو ځوانانو سيالۍ دشپږويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته