
کابل، د غوایي ٩مه، باختر
د زابل د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په شاحسن خېلو کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ ټېب بال پیل شوې سیالۍ د اشوغي کلي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر احمد غلامي باختر آژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال اختريز جام سیالۍ پیل شوې، چې پایلوبه کې اشوغي کلي لوبډلې تازي رباط لوبډلې ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.
نوموړي زیاته کړه، چې دغو سیالیو پنځه ورځې دوام وکړ، چې پای کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت له خوا ورته کپونه او د سوداګرو له خوا ورته ١٠٠ زره افغانۍ ورکړل شوې.
لمر