کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۵مه
د بغلان ولايت پوليسو پرون په دغه ولايت کې۱۰کيلوګرامه هيروئين کشف او ضبط کړل .
د بغلان امنيه قوماندان سمونوال نيازمحمد نيازمند دباختر اژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت ۱۰ کيلوګرامه هيروئين چې په يوه کرولا موټرکې ځاى پرځاى شوي وو، دپلخمري ښار په ختيځه ساحه کې د پلټنې له سيمې کشف او ترلاسه کړل.
نيازمند زياته کړه چې د بغلان پوليسو په دې اړوند يو تن نيولى دى.
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ