خبرونهاقتصادTOPټولنه

په زابل کې د پېژندپاڼو د وېش له درکه ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د زابل د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې د اسلامي امارت په بریا سره یې د پېژندپاڼو د وېش پروسه چټکه کړې، چې تر دې دمه یې ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د زابل د احصائیې او معلوماتو رئیس مولوي ګل محمد احمد باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د اسلامي امارت په بریا سره د پېژندپاڼو د ورکړې په برخه کې لازمې آسانتیاوي رامنځته شوې، چې له امله یې د کاغذي او برېښنایي پېژندپاڼو له درکه شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

مولوي احمد وویل: « موږ د اسلامي امارت له راتګ څخه تر اوسه تقریباً ۱۰ میلیونه افغانۍ عواید د برېښنایي پېژندپاڼو او شاوخوا ۲ میلیونه افغانۍ عواید د کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه راټول کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې تر دې دمه ۶۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوي او دغه لړۍ اوس هم پرته له کوم خنډه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا