خبرونهاقتصاد

په زابل کې د کرومايټ کانونو د استخراج چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د کدو په غره کې د کرومایټ کانونو د اول او دويم بلاک د استخراج چارې نن د ګلو ګلکسي او خوشحال احمدي شرکتونو له لوري پیل شوې.
د ياد ولایت د کانونو آمر مولوي نورالله نوري وویل، چې دغه کانونه د ۵ کلونو لپاره ګلو ګلکسي او خوشحال احمدي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي دي، چې هر کال به دولت ته میلیونونه افغانۍ عواید جمع کوي، خلکو ته به د کار زمینه برابروي او تر څنګ به یې د کدو غره په سیمه کې ګڼې رغنیزې او ټولګټې پروژې هم عملي کوي، چې تر یادې سیمې پورې د معياري سړک جوړېدل هم پکې شامل دي.
د زابل د اقتصاد رئيس د دغو کانونو د استخراج د چارو پيل کېدل د افغانستان لپاره د ځان بسياينې په برخه کې مهم ګام وباله.
په ورته وخت کې د ګلو ګلکسي شرکت مسئول عبدالرشید بشرمل وویل، چې یاد شرکتونه به دغه کانونه په پوره تخنیکي وړتیا سره استخراج کړي، چې هم به پکې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به د ټولو معدني توکو د ضایعاتو مخنیوی شوی وي.
نوموړي زياته کړه، هڅه کوي، چې د کدو غره سیمه زابل ولایت ته د عوایدو په سرچينه بدله کړي او خوښ دي، چې د خپل هیواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار کوي.
سالاري

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا