لندن باختر د ثور دمیاشتې ۲۱
د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون ویلي دي که چیرې بریتانوي رايی ورکوونکي د اروپا له اتحاديې څخه ددغه هیواد د وتلو په باره کې رایه ورکړي،ښايی په اروپا کې سوله په خطر کې شي.
باختر آژانس د بهرنیو خبر ځایونو له خولې خبر راکړ: کامرون ویلي دي په تیرو وختونو کې کله چې بریتانیا اروپا ته شاه اړولې ده په خپل دغه اقدام يی خواشیني څرګنده کړې ده .
د بریتانیا صدراعطم ټینګار وکړ چې تجرید والی هیڅکله دغه هیواد ته کومه ګټه نه لري.
کامرون دغه راز زیاته کړې ده چې د اروپا اتحاديې د غړو هیوادونو ترمنځ د سولې او پخلاینې له ټینګښت او ساتنې سره مرسته کړې ده .
د بریتانیا صدراعظم دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د چنګاښ د میاشتې ۲۳ نیټه په اروپا اتحادیه کې د بریتانیا د شتون د دوام موضوع په یوه ریفرنډم کې ټولپوښتنې ته وړاندې کیږي.
5 1 دقیقه لوستل