خبرونهورزش

په زابل کې د کرکټ سیالۍ د هواشناسي اتلانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

کابل، د تلې ۴مه. باختر

د زابل د کرکټ بورډ مسوولين وایي چې په یاد ولایت کې د کرکټ ۳۰ اوریزې سیالۍ د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ چې  ۲۳ ورځې یې دوام وکړ د هواشناسي اتلانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د زابل د کرکټ آمر محبوب محبت باختر آژانس ته وویل، چې دغه ۳۰ اوریزې سیالۍ د لسو غوره لوبډلو تر منځ پیل شوې وې چې ۲۳ ورځې یې دوام وکړ او پرون یې پایلوبه د همرا او هواشناسي اتلانو لوبډلو تر منځ تر سره شوه چې د هواشناسي اتلانو په بریا سره پای ته ورسېدې.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا