امنیت

یولس وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

 کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۳ مه
د غزني د قرباغ ولسوالۍ په لیوني بازارکې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول، ٥ ټپيان او درې نور یې ونیول شول.
له ملي دفاع وزات څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته