امنیت

نهه پوځيان په کندز کې شهيدان شول

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
په کندز کې ٩ پوځيان په نويو جګړو کې شهيدان شول.
دغه جګړې تېره شپه د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ په کندز او خواجه غار بندرونو کې هغه وخت پيل شوې چې وسله والو طالبانو د پوځيانو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ يوه سيمه ييز خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په بريدونو کې د ملي امنيت څلور کارکوونکي او د پوليسو څلور مامورين شهيدان شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
هغه وويل چې په نښتو کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو تراوسه يې دقيق شمېر نه دى معلوم.
د پېښې شاهدان وايي: وسله والو طالبانو تېره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ ځينې سيمې  ونيولې، خو نن سهار پوځيان بريالي شول وسله وال طالبان بېرته له دغو سيمو وشړي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته