ټولنه

په جوزجان کې د ښځو په منځ کې رواني ناروغي زیاته شوې ده

شبرغان/باختر/ د غبرګولي ۲۵ مه
په جوزجان ولایت کې د ښځو په منځ کې رواني ناروغي زیاته شوې ده .
د شبرغان ښار روغتون د رواني درملنې د برخی مسوول محمد اسماعیل شیوا د باختر آژانس خبریال ته وویل چی په تېره یوه میاشت کې دې برخې ته ۱۳۰۰ تنو ښځو مراجعه کړې ده چې زیاتره یې ځوانان دي.
هغه په داسې حال کې چې د دغې برخې ناروغانو ته د اړتیا وړ درملو د نشتوالي په باب خبرې کولې، رواني ناروغانو ته د اړوندو مسوولينو د جدي پاملرنې غوښتوونکی شو.
د شبرغان ښار روغتون د روانی ناروغۍ د برخی مسوولین د دغی ناروغۍ زیاتوالی بې وزلي، وزګارتیا، بې عدالتي، سیاسي ، امنیتي، کورني او امنیتي ستونزې وبللې.
په ځوانانوکې رواني ناروغۍ او اختلالات د اندیښنې وړ دي.
پای/ شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته