خبرونهروغتیا

په زابل کې د کولرا ناروغي زياته شوې ده

کابل، د وږي٢٢مه، باختر

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي باختراژانس ته وويل چې دغه ناروغي په یاد ولایت کې د سېلابونو راوتلو او ککړو اوبو له امله رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه چې د ارغنداب ولسوالۍ د عراق او ملي خېلو کلي په زابل کې د کورلرا ناروغۍ د خپریدو سیمې دي، چې په دې سیمو کې سلګونه ښځې او ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي، نوموړي زیاته کړه چې د روغتیايي ټيمونه سیمې ته رسېدلي او د ناروغانو درملنه یې پيل کړې ده.

د وړاندې شويو شمېرنو له مخې په زابل کې په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمير له دوه زرو تنو زيات شوى دى او دېرش تنه هم مړه شوي دي.

هېره دې نه وي چې د وسايلو، طبي تجهيزاتو او د درملو کمښت په زابل کې د کولرا د مخنيوي لپاره د روغتيايي کارکوونکو د کار پر وړاندي له مهمو ستونزو شمېرل کېږي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا