روغتیا

پکتیکا کې یوازي یوه متخصصه ډاکټره کار کوي

کابل باختر(د ليندۍ ۳/۹/۹۵)
په پکیتکا کې یوازي یوه متخصصه ډاکټره د دې ولایت د ښرنې په ملکي روغتون کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د پکتيکا ولایت د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي دا یوه لویه ستونزه بولي او وايي چې د ناروغ لرلو په وخت د ښځينه ډاکټرې د نه شتون  له امله په خورا ناامنو او خرابو لارو خپل ناروغان د ښرنې ملکي روغتون ته لېږدوي، چې ډېر وخت ناروغان له منځه ځي.
له بلې خوا د دې ولایت د روغتیايي برخې مسؤلین هم دغه ستونزه مني او وايي، چې په ټولو روغتيايي کارکوونکو کې ښځینه رنځپوهانې لري خو څوک نه چمتو کيږي، چې په دې ولایت کې دنده ترسره کړي.
د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي نصیب ګل د باختر اژانس خبریال ته وویل، د ولسوالۍ د لارې په اږدو کې وسله والو مخالفینو ماینونه ځای پر ځای کړي چې له امله يې خلک په خرابو او ناامنو لارو خپل ناروغان د ښرنې ملکي روغتون رسوي.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ابراهیم غرغښت وویل، له یوې خوا دغه ولایت پراخ مساحت لري او له بله پلوه زیات وګړي لري، چې د دوی په وینا یوازي یوه ښځینه رنځپوهه نه شي کولای د ناروغانو درملنه وکړي. نوموړی زیاتوي، د ښرنې ملکي روغتون ته سربېره پر پکتیکا د نورو ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم راځي، خو رنځپوهان یې کم دي.
له بلې خوا د پکیتکا والي محمد الیاس وحدت د باختر  اژانس  خبریال سره  په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په بستونو کې يې په مرکز او ولسوالیو کې د ښځينه رنځپوهانو لپاره تش ځايونه لري، خو په دې ولایت کې ښځينه رنځپوهانې نشته او د نورو ولایتونو ښځینه رنځپوهانې نه چمتو کيږي چې دنده ترسره کړي.
وحدت زیاتوي، که چېرې د هېواد له نورو ولایتونو ښځينه رنځپوهانې په دې ولایت کې کار کولو ته زړه ښه کړي، نو پوره امکانات به په واک کې ور کړي.
پکتیکا د هېواد په کچه له زیات مساحت لرونکو ولایتونو څخه بلل کېږي، چې د ډېرو لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د ناروغ لرلو په وخت کې په خرابو او ناامنو لارو د دې ولایت مرکز ښرنې ته ساعتونه مزل کوي، چې له امله یې ځیني ناروغان په ځانګړي ډول هغه ښځې چې ولادي ناروغۍ ولري د لارې د اوږدوالي له امله ماشوم او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته