سیاست

دسنا مجلس دلومړي نايب محمد علم ايزديار په مشري دمشرانو جرګې په ننني غونډه کې دځينو سناتورانو له خوا کاري رپوټونه وړاندي شول .

دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر دباختر داطلاعاتي اژانس  ته خبر ورکړ .

  لومړي دمشرانو جرګې داستول شوي  هئيت رپوټ ولوست او ويي ويل  دسناتور رفيع  الله حيدري په مشري  يو هئيت دغه ولايت ته درسيدو په وخت کې ددغه ولايت له عالمانو  سپين ږيرو ، مظاهره کوونکو او دخلکو له نورو قشرونو سره  او هم ددغه ولايت له والي سره خبري کړي دي  او مظاهره کوونکو ويلي دي له يوکال راپديخوا دولايت دوالي له خوا  ستونزې رامنځته شوي دي او دخلکو هغو غوښتنو ته چې په عمومي ډول دولايتي شورا  له خوا طرحه شوي پاملرنه نه ده شوې او  څه موده مخکې  ١٥٠ تنه عالمان او مشران کابل  ته لاړل چې خپلې ستونزې  دهيواد له جمهور رييس سره طرحه کړي چې دچارو داداري درياست له خوا له جمهور رييس سره دهغوى دکتنې زمينه برابره  نه شوه اوخلکو دمجبوريت  له مخې په سوله ئيزو  مظاهرو لاس پورې کړ چې په دې بهير کې يو تن شهيد او څو تنه نور ټپيان شول او دوالي يو ساتونکي  چې دجنسي تيري په جرم   نيول شوي و او دولايت والي دده دمجازاتو مخه نيوله .  دمشرانو جرګې  هئيت دغه راز ددغه ولايت له والي سيد انور رحمتي سره هم وکتل چې ده دهغو کسانو چې  دسرپل ولايت دحالت په خرابولو کې لاس وهي او دخپل ساتونکي له خواجنسي تيري هم رد کړى دى  .

 خو هغه وروستي معلومات چې دهئيت رييس دتيلفون له لارې دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر ته وړاندي کړل وويل مظاهره کوونکو دمشرانوجرګې  دهئيت په منځکړيتوب  د دولتي دفترونو له بيا پرانستلو او دښار دحالت له عادي کولو  موافقه  کړې ده چې په  نورو  څلورو ورځو کې له مظاهرو څخه ډډه کوي په دې شرط   چې  په دې موده کې دجمهوري رياست دمقام له  خوا دهغوي غوښتني وڅيړل شي .

 دمشرانو جرګې هئيت دسرپل دحالت په عادي کيدو سره موضوع دسيمه ئيزو ارګانونو داداري له چارواکو سره طرحه کړه  چې هغه دوزيرانو شورا په غونډه کې اويا يې دهيواد له جمهور رييس سره  طرحه کړي چې له هري  ممکنې لارې موضوع حل او فصل شي  او دخلکو قناعت ترلاسه شي .

  دغه راز دمشرانو جرګې ددفاعي چارو  دکميسيون او دشهيدانو او مهاجرينو دچارو دکميسيون ګډ رپوټ چې له هيواد څخه بهر  دميشتو افغان مهاجرينو او دراستنيدونکو دستونزو  او دپاسپورتونو  په ويشلو کې دجدي ځنډ  درامنځته کيدو په باب دمهاجرينو دراستنولو چارو له وزير او دکورنيو چارو او دبهرنيو چارو د وزارتونو له معينانو سره طرحه شوي و دسناتور باقي بريال  اودسنا تور محمد داود اساس له خوا  غونډې ته وړاندي شو .

 هغوى وويل، په غونډه کې دغو چارواکو د هغو  ٤٨ ښارګوټو دجوړولو چې مهاجرينو ته په پام کې و  يادونه وکړه او داتو ښارګوټو د جوړولو کار دوام لري او دغه راز  دهغوى  لپاره دکارموندلو په مقصد هلې ځلې رواني دي . او زياته يې کړه دمهاجرينو دراستنولو  دچارو دوزير دڅرګندونو له مخې هغه مهلت چې له  ايران څخه  د مهاجرينو درااليستلو  لپاره ورکړ شوي وو نورو شپږو مياشتو ته اوږد  شوي او باقي بريال دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزارت اجراات چې په کميسيون کې وړاندي شوي دي دقناعت وړ  وبلل .

 په غونډه کې دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب په چټکي  سره  او په خپل وخت  دپنځوسو زرو ټوکو پاسپورتونو دبرابرولو رپوټ چې  همغږي او اجراات يې  په لندن کې  دافغانستان دسفارت له خوا ترسره شوي دي په لنډ ډول  عمومي غونډې ته وړاندي کړ او دسنامجلس  دنړيوالو چارو له کميسيون څخه وغوښتل  شول چې په دغه رپوټ کار وکړي .

 دغه راز  دکاپيسا ولايت سناتور غلام محي الدين  منصف  ددغه ولايت دنجراب ولسوالۍ په ګياوه دره کې دائتلاف د  ځواکونو دناهمغږي  بمباري  په باب چې داتو تنو وژل کيدو سبب شوې وې معلومات ورکړل او ويې ويل د غه هئيت چې دجمهوري رياست له خوا ددغي موضوع دڅيړلو لپاره  استول شوي و او په ترکيب  کې يې دملي شورا غړو هم ګډون درلود او دغه موضوع يې څيړلي  ، څرګنده شوه چې دبمباري اصلي عامل په خپله نړيوال ځواکونه دي اوپه تيروتني سره هغوى په ملکي وګړو  بريد کړي دي چې په دې  برخه کې دائتلاف  چارواکو دغه تيروتنه منلي ده او څرګنده يې کړه چې دغه عمليات دکورنيو چارو له وزارت له سيمه ئيزو پوليسو سره په همغږي کې نه دى شوى او ددې سيمې خلکو ددغه شان عملونو دمخنيوي په صورت کې  دسړکونو دپخولو  دکلينکونو اوښوونځيو دجوړولو او دسيمه ئيزو پوليسو دتشکيل دزياتوالي غوښتنه وکړه .

  په غونډه کې دکاپيسا دشهيدانو پاک روح ته ددعا کولو لپاره دقرانکريم  څو مبارک ايتونه  ولوستل شول .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته