نړۍ

نايجريا دتښتول شويو نجونو دموندلو لپاره جايزه وټاکله

ابوجا  باختر د ثور اتلسمه :
دنايجريا پوليسو هغو اطلاعاتو ته چې ددوه سوه تنو ښځينه زده کوونکو دموندلو سبب شي درې سوه زره ډالره جايزه ټاکلې ده .
دغه نجونې درې اوونۍ مخکې دبورنو ولايت ديو ښوونځي له ليليې ځخه  دبوکوحرام دډلې  له خوا وتښتول شوې  .
دبوکو حرام جګړه ماران دغه ر از دنايجريا په يو لرې ښار دتيرې دوشنبې دورځې  دخونړۍ  بريد مسوول هم پيژندل کيږي .
دنايجريا يو سناتور وويل چې په دغه بريد کې څه ناڅه  درې سوه تنه وژل شوي دي
دبوکوکرام  دډلې  مشر په روانه اوونۍ کې دچيبوک له يو ښوونځي څخه دنجونو دتښتولو مسووليت په غاړه اخستى دى .
يوولس تنه نورې نجونې هم ديکشنبې په شپه دجګړه مارانو دپټنځي يو ځنګل ته څيرمه  په دووکليو دبريد په بهير کې وتښتول شول .
دغه پيښې دنايجريا په دولت دپراخو انتقادونو او ددغه هيواد په ګوټ ګوټ کې دمظاهرو  سبب شوي دي .
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما وويل هيله لري چې دغه انسان تښتونې دبوکو حرام پرخلاف  داقدام لپاره نړيواله ټولنه يو موټي کړي .
امريکا اوبريتانيا دنجونو دموندلو سره دمرستې په خاطر  خپل ټيمونه نايجريا ته ليږلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته