
کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د زابل د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وایي چې قلات ښار کې د ورزش آمریت په نوښت د لسو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال سیالۍ پیل شوې دي.
د زابل د بدني روزنې او ورزش آمر احمد غلامي باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یادې سیالۍ په حذفي ډول پیل شوي او پنځه ورځې به دوام وکړي، هغه زیاته کړه چې د دغو سیالو څخه یې موخه په دغه ولایت کې ورزش ته وده ورکول دي.
د یو بل خبر له مخي؛ د فراه په مرکز کې، د دغه ولایت په کوربتوب د نیمروز، هلمند او هرات ولایتونو د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د فراه مسوولینو په خبره چې دا لوبې اوس په زرګونه مینوال لرياو د معیاري لوبغالی له نشتون څخه شکایت کوي.
ص