خبرونهاقتصادټولنه

په زابل کې د ۱۰ کیلو مټره سړکونو رغولو چارې پيل شوې دي

کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر

د زابل په مرکز قلات کې د ۱۰ کیلو متره سړکونو د جوړېدو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.

یاد سړکونه د زابل د مرکز په رسالې، نوې نمرو کلیو او د بازار په یو شمېر کوڅو کې د ښاروالې تر چتر لاندې، د UNHCR موسسې په مالي ملاتړ او د اکرو تخنیکي موسسې له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطیفي باختر آژانس ته وویل، چې د دغو سړکونو د رغونې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. په خبره یې دغه پروژه ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په د  UNHCR په مالي ملاتړ پلي کېږي چې چارې به یې ډېرې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا