خبرونهروغتیا

په زابل کې د ۱۸۰ زده کوونکو درملنه وشوه

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر

د زابل د مرکز کلات ښار کاکړانو چینې په حاجي عبدالرحيم کلي کې د يوه محلي ټولګي ۱۸۰ زده کوونکي چې په والګي او سينه بغل ناروغۍ اخته شوي وو درملنه وشوه.

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې سيمې ته یې د روغتيايي ټيم په لېږلو سره په دغه کلي کې د ۱۸۰ زده کوونکو چې په والګي او سينه بغل اخته شوي وو درملنه کړې ده.

د نوموړي په خبره د عامې روغتيا رياست ټیم د پوهنې رياست له مشرتابه سره په همغږۍ سیمې ته لاړ او د زده کوونکو پر وړاندې یې شته خطر له منځه یو وړ.

عبدالرحمن سالاري\لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا