کابل باختر د چنګاښ دريمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون دفارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې ووژل شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دفارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ د فيض اباد ددښتې په ساحه کې له طالبانو سره په جګړه ښکيل شول چې په نتيجه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې دوسله والو طالبانو يوشمير وسلې او څلور موټرسايکلونه هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ويل کېږي ددغې جګړې په بهير کې يو پوځي هم ټپى شوى دى چې روغتيايي حالت يې ښه دى .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ