امنیت

په هلمند کې دطالبانو دراکټي بريد له امله له ځوانې لور سره يې ديوې مور وژل کيدل

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٧ :
يوه مور  له خپلې ځوانې لور سره په هلمندولايت کې دوسله والو طالبانو  دراکټي بريد له امله  ووژل شوه.
دغه پيښه پرون ناوخته   دموسي قلعه ولسوالۍ بازار ته څيرمه  هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو له پوځيانوسره دنښتې په وخت کې   په راکټي بريد لاس پورې کړ.
دهلمند ولايت  يوه امنيتي مسوول  دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې  يوله دغو توغنديو څخه  په يوه کور ولګيد  اويوه مور او دهغې   ځوانه لور يې شهيدانې کړې .
په دې راکټي بريد کې څو کورونه هم ويجاړشوي دي.
د هلمند ولايت پوليس  وسله وال  طالبان ددغه راکټي بريد مسوول بولي او وايي چې ددغه بريد  دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته