خبرونهروغتیا

په زابل کې روغتیایي پرسونل وستایل شوه

– کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر

زابل کې د کرونا شل بستریز روغتیایي پرسونل د یوې غونډي پر مهال وستایل شول.

د باختر آژانس د خبر له مخي، په یاده غونډه کي د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي، د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د میرویس خان نیکه پوهنتون رئیس روح الله مشال، د اقتصاد رئیس مولوي عزت الله حاجي امیر، د ملکي ادارو رئیسانو او صحي پرسونل حضور درلود.

د زابل عامې روغتيا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي اړوند د کرونا شل بستريز روغتون له ټول پرسونل څخه چې بدون له معاشه یې شپږ میاشتي د کرونا په برخه کې خپل روغتيايي خدمات وړاندې کول، شپه او ورځ يې د زابل ميشتو خدمت ته وقف کړې وه د عامې روغتيا رياست رهبري له ټولو مننه کوي چې په سخت وخت کې يې په کمو امکاناتو روغتيايي خدمات جاري وساتل.

په خبره یې د عامې روغتيا رياست رهبري وکړاى شول چې د OCHA نړیوال روغتیایي سازمان په مالي ملاتړ دوی ته د شپږو میاشتو د معاشونه د ورکړې قرار داد وکړي چې په لنډ وخت کې به یې حقوق د یاد سازمان له لوري  ورکړل شي، نوموړي وویل، چې د عامې روغتيا رهبري به د کرونا شل بستريز روغتون خدماتو د لا منظم کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

په ورته وخت کې د غونډې پر مهال د یاد روغتون لپاره تخینکي مدیر ډاکتر مزمل قانع وټاکل شو چې ښاغلي قانع په دې برخه کې د پوره هلو ځلو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چي د یاد روغتون پرسونل د شپږو میاشتو راهیسي معاشونه نه دي اخیستي او په نشت امکاناتو يې زابلیانو ته خدمات وړاندې کړي چې اوس د عامي روغتیا ریاست د رهبرۍ په هلو ځلو او د OCHA نړیوال روغتیایی سازمان په مالي ملاتړ ورته د شپږو میاشتو معاشونه ورکول کیږي.

صدیقی

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا